د خيبر ميډيکل کالج د تهرډ ائير طالبعلم ډاکټر عدنان حليم د کورونا ناروغۍ له وجي پحق رسيدلے

د خيبر ميډيکل کالج د تهرډ ائير طالبعلم ډاکټر عدنان حليم د کورونا ناروغۍ له وجي پحق رسيدلے

د خيبر ميډيکل کالج د تهرډ ائير طالبعلم ډاکټر عدنان حليم د کورونا ناروغۍ له وجي پحق رسيدلے،ډاکټر عدنان حليم د تيرو څو ورځو راهسي د خيبر ټيچنګ هسپتال په ائي سي يو کښې داخل وو،بلخوا د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د ډاکټر عدنان حليم په مرګ د غم څرګندونه کړيده،د پراونشل ډاکټر ايسوسي ايشن مشرانو د ډاکټر عدنان حليم د مرګ تصديق کړې او وئيلي دي چي د خيبر پښتونخوا حکومت دي د کورونا له وجي شهيد شوي ډاکټران او نور عملي دپاره زر تر زره د شهدا پيکج اعلان اوکړي،هغوي دا هم وئيلي چي ډاکټران او نوره طبي عمله د کورونا خلاف جنګ کوي نو حکومت بائيد ډاکټرانو ته هم د شهدا پيکج ورکولو فيصله اوکړي،ديادوني وړ ده چي د ډاکټر عدنان حليم تعلق ضلع سوات سره وو، او د خيبر ميډيکل کالج د تهرډ ائير طالبعلم وو، بلخوا د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د ډاکټر عدنان حليم په مرګ د غم څرګندونه کړيده ،او وئيلي دي چي د غم په دي وخت کښې د غم ځپلي کورنۍ سره په غم کښې برابر شريک يو،او دا چي ډاکټران د کورونا خلاف جنګ کښې ډير قربانۍ ورکوي