د خيبر پختونخوا اعلي تعليم وزيرکامران بنګش، وفاقي وزير علي امين ګنډاپور،او صوبائي اسمبلۍ غړي احمد کريم کنډي ته نوټسي جاري

اليکشن کميشن بلدياتي انتخاباتو کښې په ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ باندۍ د خيبر پختونخوا اعلي تعليم وزيرکامران بنګش، وفاقي وزير علي امين ګنډاپور،او صوبائي اسمبلۍ غړي احمد کريم کنډي ته نوټسي جاري کړيدي،

Vخيبر پښتونخوا کې بلدياتي انتخاباتو د ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ د وزيرانو او اسمبلۍ ممبرانو ته اليکشن کميشن نوټسي جاري کړيدي، ريجنل اليکشن کميشن ډسټرکټ مانيټرنګ افيسر چارسدي صوبائي وزير کامران بنګش ته په شموليتي جلسه کې په ګډون او خطاب کولو نوټس ورکړيدے،او کامران بنګش ئې په نهم دسمبر يوولس بجي په ذاتي حيثيت کې طلب کړيدے، دې سره سم وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ته ډيره اسماعيل خان کې په جلسے کولو او ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ نوټس جاري کړے، ډسټرکټ مانيټرنګ افيسر ډي ائي خان وفاقي وزير علي امين ګنډا پور هم نن ماښام څلور بجي طلب کړےشوي وو،ولي هغه اليکشن کميشن ډسټرکټ مانيټرنګ افيسر ته نه دے وړاندي شوے، ، بلخوا ډي ائي خان ممبر صوبائي اسمبلۍ احمد کريم کنډي ته هم په انتخابي جلسه نوټس ورکړے ، اليکشن کميشن وينا تر مخه صوبه کې بلدياتي انتخاباتو په اړه د ضابطه اخلاق د نوټسونو مکمل مانيټرنګ کيږي،اليکشن کميشن به صوبه کې بلدياتي انتخاباتو انعقاد د ټګۍ نه پاک او غير جانبدارانه يقيني کوي