د خيبر پختونخوا کابينې اجلاس نن د زيارت په ورځ رابللې شويدے

د خيبر پختونخوا کابينې اجلاس نن د زيارت په ورځ رابللې شويدے

د خيبر پختونخوا کابينې اجلاس نن د زيارت په ورځ رابللې شويدے چې په کښې به په اوولس نکاتو مشتمل اينجډا بحث کيږې، د بجټ، غنمو اخستل او په صوبه کښې د کورونا متعلق تازه صورتحال به د نني اجلاس د بحث موضوع وي
انتظامي امورو محکمې لخوا شوي اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د خيبر پختونخوا کابينې اجلاس نن رابللې شويدے چې پکښې به اول د راتلونکي مالي کال لپاره د بجټ جوړولو متعلق خبرې اترې کيږي۔
دے نه علاوه په ايجنډا کښې د اټلي حکومت لخوا شپږ ملينه يورو د سافټ قرضې منظوري هم شامله ده او ورسره به د ايم ټي ائي ايکټ دوه زره شل ترميم شوي قانوني مسوده هم وړاندې کولے شي
په صوبه کښې رامخې ته شوي د غنمو کمې او د وړو په نرخ کښې د زياتوالي متعلق هم د کابينې په اجلاس کښې بحث کولې شي او دا چې د غنمو د اخستلو په اړه شوي پيش رفت په حقله به وزيراعلي ته تفصيلي رپورټ وړاندے کولے شي
د ذرائعو ترمخه د خيبر پختونخوا کابينې اجلاس کښې به د کورونا په اړه په صوبه کښې د پورته کړے شوي انتظاماتو مجموعي جائزه وړاندے کولې شي او د لاک ډاون په حقله به هم بحث کيږي

blank