د خيبر پښتونخوا اليکشن ټريبونل د پاکستان تحريک انصاف ترجيحي لسټ معطل کړے

د خيبر پښتونخوا اليکشن ټريبونل د پاکستان تحريک انصاف ترجيحي لسټ معطل کړے

د خيبر پښتونخوا اليکشن ټريبونل د صوبائي اسمبلئ د زنانو مخصوص نشست په اړه د پاکستان تحريک انصاف ترجيحي فهرست معطل کړيدے،او د مهرين روف نوټيفکيشن جاري کولو په حقله ئي اليکشن کميشن ته احکامات جاري کړيدي،
د پيښور اليکشن ټريبونل کښې دجسټس مسرت هلالي په مشرئ کښې د پښتونخوا صوبائي اسمبلئ د زنانو مخصوص نشست په ضد جمع شوي د اپيل په رنړا کښې سماعت کړيدے
په دي موقع عدالت ته د مهمندو ضلعي مهرين روف وکيل فضل شاه ايډوکيټ اووئيل چي د پاکستان تحريک انصاف له اړخه اليکشن کميشن ته د زنانو په مخصوص سيټ ترجيحي فهرست جمع کړے شويدےکوم کښې چي په خصوصي توګه عائشه بي بي ته ترجيح ورکړے شويده او په دريم نمبر زنانه مهرين روف نظر انداز کړے شويده
د وکيل وينا وه چي د عائشي بي بي د ووټ رجسټريشن د اليکشن کميشن د شيډول نه پس جاري کړے شويدے کوم چي غير قانوني عمل دے
عدالت د دلائلو اوريدو نه پس د مهمندو ضلعي د زنانو د مخصوص نشست په اړه د پاکستان تحريک انصاف ترجيحي فهرست معطل کړيدے کوم چي د اګست په اته ويشتمه نيټه جاري شوي وو،او د مهرين روف نوټيفيکشن جاري کولو ئي اليکشن کميشن ته حکم کړيدے