د خيبر پښتونخوا مختلفو سيمو کښ د ډينګي اوويا نوي کيسونه مخے ته راغلي

اسلام آباد پشمول پنجاب کښې نور درې سوه اته څلويښت کسانو کښې د ډينګي وائرس تصديق شوي

د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کښ د ډينګي اوويا نوي کيسونه مخے ته راغلي د کوم سره چي صوبه کښ د ډينګي کيسونه شميره اووه سوه پنځه ته رسيدلے ده
د خيبرپښتونخوا محکمه صحت لخوا جاري شوي بيان ترمخه پيښور کښ اوويا ، ايبټ آباد کښ څلور، دير لوئر کښ دوه او کوهاټ کښ يو د ډينګي نوے کيس مخے ته راغلے د کوم سره چي ټوله صوبه کښ د ډينګي مريضانو شميره اووه سوه پنځه ته رسيدلے ده۔ د خيبرپښتونخوا محکمه صحت لخوا جاري شوي بيان کښ زياته شوے چي د ډينګي رنځ نه متاثره خلق د صوبے په مختلفو اسپتالونو کښ داخل کړے شوي چرته چي د هغوي علاج جاري دے