د خيبر پښتونخوا نګران وزيراعلي د ضم اضلاع اولس سره د ملاقاتونو سلسله جاري

نګران وزيراعلي د سيکورټي فورسز په ګاډي بمي چاودنې مذمت کړے

د خيبر پښتونخوا نګران وزيراعلي اعظم خان د ضم اضلاع اولس سره هفته وار د ملاقاتونو سلسله جاري ده،وزيراعلي اعظم خان وينا ده چې ضم اضلاع کې جاري ترقياتي منصوبو مکمل کولو لپاره صوبه کې ټول دستياب وسائل به پکار راوستې شي،
د هفته وار ملاقاتونو دريم دور نن وزيراعلي هاوس پيښور کې منعقد شوې وو،د ژوند مختلف شعبو سره تعلق لرونکو د ضم اضلاع مشرانو او عوام ګڼ شمير کې ګډون کړې وو،
د ملاقاتونو دريم دور کې سينئر ممبر بورډ اف ريونيو، د صوبائي محکمو انتظاميي سيکرټريانو نه علاوه نور اعلي چارواکي هم موجود وو،
د ضم ضلعو مشرانو د خپلو خپلو علاقو مسئلې وزيراعلي ته وړاندې کړې،په دې مسئلو کې زياتره صحت، تعليم، مواصلات،او د امن وامان نه علاوه انتظاميي مسائل شامل وو،
وزيراعلي د مسائلو حل لپاره په موقعه موجود متعلقه ادارو حکاموته ضروري هدايات جاري کول،
په دې موقعه قبائيلي مشرانو وينا ده چې ضم ضلعو عوامي مسائل په مستقل بنيادونو حل کولولپاره د وزيراعلي اقدام د ستائينې وړ دې،
وزيراعلي وينا ده چې د ضم اضلاع عوام تير څلويښتو کالو راهسې د سخت حالاتو مقابله کوي،او نګران صوبائي حکومت د ضم اضلاع مسائل حل کولو لپاره پرعزم دې