د خيبر پښتونخوا وزير اعلي او ګورنر دډيره اسمعيل خان بريد مذمت کړې

د خيبر پښتونخوا وزير اعلي او ګورنر دډيره اسمعيل خان بريد مذمت کړې

د خيبر پښتونخوا وزير اعلي محمود خان،ګورنر شاه فرمان ، وزير خارجه شاه محمود قريشي او وزير اعلي پنجاب عثمان بزدار د ډيره اسمعيل خان ځان مرګي بريد مذمت کړې، وئيلي دي چې د شهيد پوليس اهلکارانو شهادت به ضائع کيږي نه ، ترهګر دغه شان بزدلانه کاروايانې سره زمونږ حوصلې نشي کمزوره کولې،
د ډي آئي خان ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال کښې خودکش دهماکه شوې چې پکښې تر دي دمه په مجموعي توګه يوولس کسان مړه شويدي ،د هماکے ذمه داري تحريک طالبان پاکستان قبوله کړيده،
بلخوا وزير اعلي خيبر پښتونخوا او وزير خارجه شاه محمود قريشي په سختو ټکو کښې دخودکش دهماکي غندنه کړې، محمود خان وئيلي دي چې ترهګري يو ناسور دے او د دغه ناسور خاتمه د وخت ضرورت دے،
ګورنر شاه فرمان وئيلي چې يو څو کسان د پاکستان امن خرابلو ناکام کوشيشونه کوي،
عثمان بزدار وائي چې ترهګر د پر امنه معاشرے دشمنان دي او د دوئي خاتمه لازمي شوې ده