د خيبر پښتونخوا وزير صحت هشام انعام الله ليډي ريډنګ هسپتال کښې د ماشوم ورکيدو معاملي نوټس اخيستي

0
14

د خيبر پښتونخوا وزير صحت هشام انعام الله ليډي ريډنګ هسپتال کښې د ماشوم ورکيدو معاملي نوټس اخيستي، په دې لړ کښې سيکرټري هيلت او هسپتال ډائريکټر ته ذمه دار عناصر په سخته کاروائي کولو هدايت کړي
پيښور ليډي ريډنګ هسپتال کښې کوهاټ سيمې سره تعلق لرونکي خيرالله ماشوم اچانک ورکيدو نه پس ډرامائي توګه باندې داخلې ماشومې والدينو نه برامد کړي شوې
وزير تعليم خيبرپښتونخوا هشام انعام الله د ماشوم ورکيدو معامله باندې سخت د غصي اظهار کړي، وزير صحت نرسري کښې موجود سټاف په ضد کاروائي کولو احکامات او په دې لړ کښې سيکرټري هيلته او ايچ ډي ته ئي ايکشن اخيستو هدايات هم جاري کړي
وزير صحت زياته کړه چې مريضانو خيال ساتلو او هغوي ته ښه سهوليات ورکولو کښې څه قسمه کوتاهي ناقابل برداشت ده