د خيبر پښتونخوا پشمول د ملک په ځينې بالائي علاقو کښې د باران امکان دے

موسمياتو محکمې راتلونکي شوا روز دوران د باران امکان څرګند کړے

موسمياتو محکمې وئيلي دي چې راتلونکي شوا روز کښې به د ملک په زياتره برخو کښې موسم ګرم او نمژن وي ولي د خيبر پښتونخوا پشمول د ملک په ځينې بالائي علاقو کښې تېزو هواګانو او پړق پړوق سره د باران امکان دے
موسمياتو محکمې لخواجاري شوي تازه رپورټ کښې وئيلي شويدي چې راتلونکي شوا روز دوران به د ملک په زياتره برخو کښې موسم ګرم او نمژن وي،ولې دې دوران ملاکنډ،هزاره،پېښور،کوهاټ او بنو پشمول د خيبر پښتونخوا په ځينې نورو برخو کښې هم د باران امکان دے، موسمياتو محکمه وائي چې پنډۍ او لاهورډويژن پشمول د پنجاب ځينې نورو علاقو کښې هم تېزو هواګانو سره باران کيدې شي
موسمياتو محکمې سرښار اسلام آباد،کشمير او د ګلګت بلتستان په ځينې برخو کښې هم پړق پړوق سره د باران پيشن ګوئي کړيده