د خيبر پښتونخوا په هسپتالونو کښې انوينټري منيجمنټ سسټم متعارف کولو فيصله

د خيبر پښتونخوا په هسپتالونو کښې انوينټري منيجمنټ سسټم متعارف کولو فيصله

خيبر پښتونخوا محکمه صحت د ټولي صوبي په هسپتالونو کښې انوينټري منيجمنټ سسټم متعارف کولو فيصله کړي، وزيرصحت هشام انعام الله خان وئيلي دي چي د انوينټري سسټم په ذريعه به شفافيت او دواياني په وخت ورکول يقيني کولے شي
محکمه صحت خيبر پښتونخوا په ټوله صوبه کښې شفافيت او دواياني په وخت ورکولو دپاره انوينټري منيجمنټ سسټم معارفي کولو فيصله کړي، دا فيصله د وزيرصحت ډاکټر هشام انعام الله خان په مشرۍ کښې يو اجلاس کښې شويده،
اجلاس کښې د صوبائي اسمبلۍ رکن او چيئرپرسن قائمه کميټي برائے صحت سميرا شمس، سيکرټري هيلتهه يحي اخونزاده او سپيشل سيکرټري ډاکټر فاروق جميل هم موجود وو،
په دي موقع وزير صحت ډاکټرهشام انعام الله خان اووئيل چي دخيبر پښتونخوا په ټؤلو ضلعو کښې به دا سسټم معارفي کولے شي،او دا چي خيبر پښتونخوا وړومبي صوبه ده چرته چي په ضلع او تحصيل سطح باندي په هسپتالونو کښې انويټري منيجمنټ سسټم به يقيني کولے شي
ددي سسټم په ذريعه به عام وګړې د موبائل فون په ذريعه په هسپتالونو کښې د دوايانو په باره کښې معلومات تر لاسه کولے شي،او دا چي د دوايانو د غلا سلسله به هم ختمه شي