د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ډاکټرثنا الله عباسي بډهه بيري کښې د قتل کړې شوي څلور کلن ماشوم طاهرالله کور ته ورغلے

د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ډاکټرثنا الله عباسي بډهه بيري کښې د قتل کړې شوي څلور کلن ماشوم طاهرالله کور ته ورغلے

د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ډاکټرثنا الله عباسي بډهه بيري کښې د قتل کړې شوي څلور کلن ماشوم طاهرالله کور ته ورغلے او د غم ځپلي کورنئ سره ئي د غمرازئ څرګندونه کړي، او وئيلي دي چي په دي پيښۀ کښې ککړ کسان به ډير زر د قانون منګولو ته اوسپارلے شي
دخيبر پښتونخوا پوليسو مشر ډاکټر ثناالله عباسي د بډهه بيري ټهيله بند سيمه کښې د قتل شوي طاهر الله کور ته ورغلے او د هغوي د خاندان سره ئي په دي افسوسناکه پيښه تعزيت کړيدے،په دي موقعه ائي جي پي غمزده خاندان ته يقين ورکړؤ چي په دي پيښه کښي ککړ کسان به ډير زر ګرفتار کړې شي د کوم دپاره چي يوه کميټي هم جوړه کړې شويده،ائي جي پي اووئيل چي د ملزمانو نيولو لپاره په جديد سائينسي خطوط شپه ورځ کار جاري دے او په دي لړ کښې کاپي پيش رفت هم شويدے،ائي جي پي اووئيل چي د ګلالي ماشوم په قتل کښې ککړ قاتلان به ډير زر د قانون منګولو ته اوسپارلے شي او هغؤي ته به عبرتناکه سزا ورکړي شي