د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ډاکټر ثنا الله عباسي ټيلي کميونيکيشن هيډکوارټر پيښور پوليس لائين دوره کړې

د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ډاکټر ثنا الله عباسي ټيلي کميونيکيشن هيډکوارټر پيښور پوليس لائين دوره کړې

د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ډاکټر ثنا الله عباسي ټيلي کميونيکيشن هيډکوارټر پيښور پوليس لائين دوره کړې،او کال دوه زره شلم کښې د پوليس رائيډر سکواډ استعدادکار کښې زياتوالے او کرائم سټريټ باندي قابوموندلو لپاره ئي پوليسو کښې نهه سوه اووه موټرسائيکلي مختلف اضلاع بشمول ضم شده ضلعو کښې تقسيم کړيتفصيلاتو تر مخه ائي جي پوليس خيبر پښتونخوا ډاکټر ثناالله عباسي ټيلي کميونکيشن هيډکوارټر پوليس لائين دوره کړې.په دي موقعه ائي جي پي د دوه سوه پنځه نوي موټرسائيکلو معائنه هم اوکړه په کوم کښې چي يو سل پنځه ويشت سي سي موټرسائيکلي يو سل پنځه ويشت،او اتيا موټرسائيکلي يو سل پنځوس سي سي شامل دي.په دي موقعه د پوليسو مشر اووئيل چي د پوليسو کارکردګي ښه کولو دپاره پوليسو ته ګاړي او موټرسائيکلو سره سره به ټول د ضرورت سامان او نور سهولياتو فراهمي هم يقيني کولے شي.هغه دا هم اوئيل چي جرائم پيشه خلکو خاتمه او وارداتو په وخت ناکامئ دپاره پوليسو موجودګي په هر ځائے يقيني کول ضروري دي،او دا اميد ئي ظاهر کړو چي تهانو ته نوي موټرسائيکلو ورکول سره به پوليس ګشت نور هم موثر شي او دا چي په سټريټ کرائمز او نورو جرمونو کښې به تر ډير حده کمے راشي،،