د خيبر پښتونخوا ګرمو سيمو کښې د پرائمري سکول چهټيانې نن نه شروع شوې،ګومو سيمو پرائمري سکولونه به يوديرشم اګست پورې بند وي،دغه رنګ د يخو سيو پرائمري سکولونو ماشومانو ته به صرف يو مياشت چهټيانې ورکولې شي،دغه چهټيانې به د جولائي اولنئ نيټې نه يوديرشمه نيټه پورې جاري وي،ولې د مډل او هائي سکولونو چهټيانې به پنځلسم جون نه شروع کيږي
د خيبر پښتونخوا محکمه ابتدائي و ثانوي تعليم لخوا اعلان شوې چهټيانې نن نه شروع شوې
اعلامئ ترمخه د ګرمو سيمو پرائمري سکولونه به د جون اولنئ نيټې نه يوديرشم اګست او د يخو سيمو پرائمري سکولونه به د جولائي اولنئ نيټې نه تر يوديرشمه جولائي پورې بند وي
اعلامئ کښې دا هم وئيلي شوي چې د ګرمو سيمو مډل او هائي سکولونو ته به پنځلسم جون نه يوديرشم اګست پورې چهټيانې ورکولې شي