د خیبرپښتونخوا اسمبلی اپوزیشن لیډر اکرم خان درانی وئیلی چی هغوي جمهوري خلق دے

د خیبرپښتونخوا اسمبلی اپوزیشن لیډر اکرم خان درانی وئیلی چی هغوي جمهوري  خلق دے او ټول فیصلے د جمھوریت په دائرہ کښي دننه کولے شی
پیښور حیات آباد کښي د خيبر پښتونخوا اسمبلی کښي د اپوزیشن لیډر اکرم خان درانی په کور کښي د اپوزیشن ګوندونو پارلیمانی مشرانو غونډه شوے په کوم کښي چی د عمران خان لخوا د صوبائی اسمبلو نه د مستعفی کیدو اعلان په تناظر صلاح مشورہ شویدہ۔روستو میډیا سره خبرو کښې اکرم خان درانی اوویل چی نن ھغوی د صوبے په صورتحال ،معیشت او د عمران خان د تقریر په حواله خبرے اترے کړی.اکرم خان درانی زیاته کړے چی دوی د عمران خان په خبرہ او سنجيدګئ یقین نه کوی او اپوزیشن ګوندونه به ټولے فیصلے د جمھوریت دننه کوی۔اکرم خان درانی اوویل چی د پارټۍ د قیادت سرہ د مشورے نه پس به اپوزیشن جماعتونه فیصله کوی