د خیبرپښتونخوا کابینې لوکل ګورنمنټ ترمیمی بل منظوری ورکړې

ټوله صوبه کښې مو يو سل اووه ارزان بازارونه جوړ کړي

د خیبر پختونخوا کابیني لوکل ګورنمنټ ترمیمی بل په باقاعده توګه منظوری ورکړے ،بل به مزید کاروائی د پاره صوبائی اسمبلی کښي وړاندے کولے شی
د خیبر پختونخوا کابیني اجلاس یو نکاتی ایجنډے دلاندے رابطه شوے وه اجلاس کښے د خیبر پختونخوا لوکل ګورنمنټ ایکټ وزیر بلدیات شهرام خان وړاندے کړو
هغوئی مطابق ایکټ مقصد اختیارات لاندے لیول ته منتقل کول دی دغه ایکټ کښي د ضلعی ناظم او ضلعی کونسل اختیار او موجودګی ختم کړے شوے او تحصیل چئیرمین او نائبر کونسل ته ټول اختیار ورکړے شوے دے ایکټ کښي وئیلی شوی چی صوبے په کچ نمائندګی د پاره پینځه ميئر چئیرمین انتخاب به کولے شی دغه چئیرمینان به په باقاعده توګه د خپل خپل زون نمائنده وی لوکل ګورنمنټ ترمیمی ایکټ کښي نائبر هوډ او ویلی کونسل نمائندګانو تعداد پنځه نه اووه پورے محدود کړے شوے کوم چی مخکښے پنځلس ممبرانو باندي مشتمل وو ایکټ لاندے د کرپشن مخنیوی د پاره هم کمپوټرائز نظام جوړ کړے شوے دے او صوبائی وزیر بلدیات به د تهرډ پارټی په ځائے د دے احتساب مجاز وی