د خېبرپښتونخوا فوډسيفټى اتهارټى په مختلفو سيمو کښې کاروايانې

خيبرپختونخوا فوډ سيفټي اتهارټي د ملاوټ مافيا په ضد سرګرم، بنو ، امان ګهړ، تارو، پبو او نوښار کښې مضر صحت مصالحې او مشروبات جوړؤنکي کارخانو په ضد مقدمې درج، دولس سوه ليټره نه سيوا جعلي مشروبات يې هم برآمد کړيدي

د کے پي فوډ ترجمان محمد قيصر ترمخه د بنو په چهوتا رام محله کښې مصالحې جوړونکي کارخانه د چهاپي دوران څلور نيم سوه کلوګرامه چوکر او نان فوډ ګريډ کلر برآمد شوي، ترجمان زياتوي چې د چهاپې دوران په کارخانه کښې موجود ټول ملزمان نيولي شويدي دغه شان امان ګهړ، تارو، پبو او نوښار کښې جعلي مشروبات جوړونکې کارخانې سيل کړې شوي، ترجمان زياتوي چې په دغه کارخانو کښې به ليبل شوي منرل واټر هم جوړيدې