د خېبرپښتونخوا مختلفو برخو کښې د کورونا لوجې نهه کسان پحق رسيدلى

د خيبر پښتونخوا مختلفو برخو کښې د کورونا وبا له وجے نهه کسان پحق رسيدلي او څلور سوه څوارلس کيسونه رپورټ شوي بلخوا يو سل يو کم شپيته مريضان صحت ياب شوي هم دي

د محکمه صحت رپورټ ترمخه د کورونا وبا له وجے تير څليريشت ګهنټو دوران نهه کسان پحق رسيدلي د کوم سره چي د مړوشوو شميره،څلور زره، څلور سوه څلور څلويښت ته رسيدلي ده، د محکمه صحت رپورټ ترمخه تير څليريشت ګهنټو دوران څلور سوه څوارلس کيسونه هم رپورټ شوي د کوم سره چي د مثبت کيسونو شميره يو لاکهه دري څلويښت زره دوه سوه ديارلس ته رسيدلے ده د محکمه صحت رپورټ ترمخه خيبرپښتونخوا کښي تير څليريشت ګهنټو دوران د کورونا رنځ نه يو سل يو کم شپيته مريضان صحت ياب شوي د کوم سره چي ټوله صوبه کښي د صحت ياب شوو کسانو شميره يو لاکهه پنځه ديرش زره اته سوه شپږ څلويښت ته رسيدلے ده