د خېبرپښتونخوا وزيراعلى د بره دير براول درے پېښې نوټس اخستې

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د بره دير براول دري په جرګه کښې د ډزو د پيښي نوټس اخستے دے، ضلعي انتظاميه او پوليسو نه ئې د پيښې رپورټ غوښتے دے،

وزيراعلي خيبر پښتونخوا محمود خان پوليسو ته د ډزو په پيښه کښې د ککړ کسانو په فوري توګه د ګرفتارۍ لپاره هدايات جاري کړيدي، وزيراعلي افسوسناکه پيښۀ کښې په مرګه ژوبله غمرازي کړيده،وزيراعلي وئيلي دي چې جرګه کښې د ډزو پيښۀ د غندني وړ ده، وزيراعلي محمود خان پوليسو ته په جرګو، جنازو او نورو اجتماعاتو لپاره د سخت سيکورټي يقيني کولو هدايات هم جاري کړيدي،