د خېبرپښتونخوا چيف سيکريټرى په مشرې کښې د اعلى پائې غونډه شوېده

د خيبرپختونخوا چيف سيکريټري په مشري کښي د اعلي پائي اجلاس ۔لاک ډاون ،وړوکے اختر ،جمعته الوداع ،يوم علي او امروزه خوراکي څيزونو د دستيابي په معاملو غور شوے ۔په انتظاميه ،پوليسو او علما کرامو په شريکه د ايس او پيز عملدرآمد يقيني کولو زور رواړے شوے

د چيف سيکرټري ډاکټر کاظم نياز په مشري کښي شوي غونډه کښي کمشنرز ،ډپټي کمشنرز ،ريجنل پوليس آفيسرز او ډسټرکټ پوليس آفسرانو د ويډيو لنک په ذريعه ګډون کړے اجلاس کښي د لاک ډاون ،جمعته الوداع ،يوم علي ،چاند رات ،وړوکي اختر او سستا بازارونو په چارو تفصيلي غور شوے ۔چيف سيکرټري د ايس او پيز په خلاف ورزو د ضلعي انتظاميه د کاروايانو ستائينه اوکړه او په دي لړ کښي د کاروائي نورو تيزولو هدايات جاري کړه چيف سيکريټري انتظامئي ته حکم ورکړے چي جمعته الوداع ،چاندرات او وړوکي اختر په موقع دي د اجتماعاتو اجازت ورنکړي ۔ انتظاميه ،پوليس او علما کرام دي په شريکه د وړوکي اختر دوران په ايس او پيز عمل درآمد يقيني کړي چيف سيکريټري ټولو کميشنرانو ته تاکيد کړے چي متعلقه اضلاع کښي دي د وړو او چينو پشمول د ټولو بنيادي ضرورت څيزونو نرخ او دستيابي ژور نظر ساتي