د خېبر پختونخوا په درې تحصيلونو کښې د بلدياتي انتخاباتو ري پولنګ شوې

د خېبر پختونخوا په درې تحصيلونو کښې د بلدياتي انتخاباتو ري پولنګ شوې، غير حتمي و غير سرکاري نتيجو ترمخه مسلم ليګ ن دوه او جے يو آئي يو سيټ ګټلې دې، تحصيل بالاکوټ او بفه نه د مسلم ليګ ن اميدواران ابراهيم شاه او سردار شاه ولې جنوبي وزيرستان نه د جے يو آئي اميدوار مولانا صالح کامياب شوي
د خېبر پختونخوا په درې تحصيلونو کښې د بلدياتي انتخاباتو ري پولنګ شوېدې غير حتمي نتيجو ترمخه د مانسهره تحصيل بالا کوټ نه د مسلم ليګ ن اميدوار ابراهم شاه دوه پنځوس زره درې سوه دوه اوويه ووټونو اخېستو سره کامياب شوېدې، ولې د تحريک انصاف اميدوار په دوئم نمبر راغلې دې د رنګه د تحصيل بفه نه هم د مسلم ليګ ن اميدوار سردار شاه خان دوه څلويښت زره درې سوه ديرش ووټونه اخېستي دې او په اول نمبر راغلې دې، پي ټي آئي اميدوار عبدالشکور په دوئم نمبر راغلې دې د جنوبي وزيرستان کښې هم د پي ټي آئي اميدوار بائيللې، د جے يو آئي ف اميدوار مولانا صالح اوو زره شپږ سوه دوه اتيا ووټونو اخېستو سره کاميابي ترلاسه کړېده