د خېبر پښتونخوا حکومت سیلاب متاثرینو ته زر تر زره معاوضه ورکولو پریکړه کړی ده

د خېبر پښتونخوا حکومت سیلاب متاثرینو ته زر تر زره معاوضه ورکولو پریکړه کړی ده په دی حقله چیف سیکرټري د سیلاب متاثره علاقو ډپټی کمشنرانو ته سروے زر مکمل کولو لپاره ایډوائزری جاری کړه ده
چیف سیکرټري ډاکټر شهزاده خان بنګش په خپله ایډوائزری کښې ډپټی کمشنرانو باندی غږ کړی دی چه صوبائی حکومت د سیلاب متاثرینو ته معاوضه زر تر زره باوری کولو فیصله کړی ده لهذا سیلاب متاثره علاقو ډپټی کمشنران دی خپل سروی زر تر زره مکمل کړی چیف سیکرټري لخوانه د سیلاب متاثرینو د نقصاناتو جائزه اخیستلو کښې تاخیر کولو سخت نوټس اخستلی شوی دی د یادونی وړ ده چه د سیلاب متاثرینو ته په وخت معاوضه نه ورکولو باندی هغوی پریشاني سره مخ شوی دی موسم په بدلیدو دی او یخنی شروع کیدونکی ده سیلاب متاثرینو ته خپل کورونه دوباره د اوسیدو جوړول یو لویه چيلنج دی