د خېبر پښتونخوا د خزانه وزیر تیمور سلیم جهکړا وئیلی دی چه وفاقی حکومت د بجلی خالص منافع باندی سیاست کوی

د خېبر پښتونخوا د خزانه وزیر تیمور سلیم جهکړا وئیلی دی چه وفاقی حکومت د بجلی خالص منافع باندی سیاست کوی او صوبه ته خپل حق نه ورکوي د اپریل نه واخلی تر دی دمه صوبه ته د بجلی خالص منافع په مد کښې یو پيسه نه ده ورکړی شوی ،هغه په ډاګه کړي چي خيبر پختونخوا ديواليه کيږي نه ،په دي حقله خبرونو کښي څه حقيقت نيشته

میډیا سره د خبرو اترو په وخت وزیر خزانه وینا وه چه کله نه په وفاق کښې د حکومت بدلون راغلی دی نو د هغی نه پس وفاق خیبر پښتونخوا سره ظلم او زیاتی شروع کړی دی د وفاق په ذمه د خیبر پښتونخوا د بجلی خالص منافع په مد کښې ډیری پیسې جوړیګی هره میاشت به صوبه ته پنځه اربه روپۍ ترلاسه کیدی تیمور سلیم جهکړا وینا ده چه د وفاق په ذمه د بجلی خالص منافع په مد کښې دیرش اربه روپۍ جوړی شوی دی د قبائلی اضلاع پنځه څلویښت اربه روپۍ نه واخلی تر شپیته اربه روپۍ د وفاق په ذمه دی صوبائی حکومت د خپل جیب نه په قبائلی اضلاع باندی پیسې خرڅ کوی د خزاني وزير تيمور سليم جهګړا وينا وه چي تنخواګاني د معمول مطابق جاري کيږي ، د خيبر پختونخوا د ديواليه کيدو خبرونو کښي هيڅ حقيقت نيشته ۔ تیمور سلیم جهکړا ووئیلی چه وفاق د ائی ایم ایف شرائط خلاف ورزی کوی صوبو ته خپل حق نه ورکوي د هغوی وینا ده وفاق لیوی نه ده لګولی په مصنوعي توګه پټرولیم مصنوعات ارزانه کړی دی مرکزی حکومت د ائی ایم ایف د شرايطو نه کناره کشې اختیاره کړی ده