د خېبر پښتونخوا مختلف سيمو کښې بارانونو او تيزو هواګانوامکان دے

د خېبر پښتونخوا مختلف سيمو کښې بارانونو او تيزو هواګانوامکان دے

موسمياتو محکمې وئيلي دي چي راتلونکي شواروز دوران د خېبر پښتونخوا مختلف سيمو کښې بارانونو او تيزو هواګانو نوي سلسله شروع کيدو امکان دے ، پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا کښې د بارانونو په بابله الرټ جاري کړے ولي د ملک زياتره برخو کښې به موسم وچ او ګرم وي
موسمياتو محکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلے شويدي چې راتلونکي څليريشت ګينټو کښې د خېبر پښتونخوا مختلف سيمو کښې د بارانونو او تيزو هواګانو سلسله شروع کيدو امکان دې کوم چي به د نهې نه تر د زيارت ورځې پورې جاري وي،موسمياتو محکمې زياته کړيده چي د ملک په زياتره برخو کښې به موسم اوچ او ګرم وي
پي ډي ايم اے دې حواله سره مراسله هم جاري کړې چي پکښې وئيلے شوي د پيښور زياتره ضلعو کښې پړق پړوق سره د تيز باران امکان دے ، ټولو ضلعي انتظاميې ، ريسکيو ډبل ون ډبل ټو او متعلقه ادارو ته د چمتو اوسيدو هدايات جاري شوي دي
پي ډي ايم اے سيلانيان ته هم د خراب موسم او محتاط اوسيدو خبردارې ورکړېدې