د داخله امورو وزير مملکت شهريار آفريدي د اے وي ټي چينلز دوره کړې

حکومت به هيڅ کله د اقليتونو په حقوقو سودا بازې اونکړې

د داخله امورو وزير مملکت شهريار آفريدي د اے وي ټي چينلز دوره کړې او په دې موقع هغه د خيبر نيوز سنټرل نيوز روم دوره هم وکړه او خصوصي خبرو کښې ئې ووئيل چې اے وي ټي چينلز زما کور دے او زما تربيت کښې د اے وي ټي چينلز ډير غټ لاس دے،شهريار آفريدي دا هم ووئيل چې څومره هم بااثره کسان دي چې قبضه مافيا او کرپشن کوي هغه به يو هم نه بچ کيږي هغه که په ادارو کښې وي او که بهر