کابل ښار او نيمروز ولايت کښې د داعش جنګيالو خلاف د افغان سيکيورټي فورسز عمليات،اته جنګيالي وژلي شوي اووه ګرفتار، شوي، افغان حکومت ترجمان ذبيح الله مجاهد وائي چې وژلي شوي ترهه ګر کابل کښې پاکستاني سفارت او د بهرملکي وګړو هوټل او نورو ځايونو باندې بريدونو کښې ککړ وو
افغان حکومتي ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې سيکيورټي اهلکارو د کابل ښار په مختلفو سيمو او د نيمروز ولايت په زرنج ښار کښې د داعش جنګيالو ټهکانو خلاف عمليات کړېدي بيان ترمخه عملياتو دوران د داعش وسله والو درې ټهکانې تباه کړې شويدي چې پکښې اته جنګيالي وژلي شوي او اووه نور ګرفتار شوېدے بيان کښې زياته کړي شويده چې وژلي شوي ترهه ګر د پاکستان په سفارت او کابل هوټل پشمول په نورو ځايونو بريدونو کښې ککړ وو خپل بيان کښې ذبيح الله مجاهد دا هم وئيلي دي چې وژلي شوي کسانو کښې بهرملکي وګړي هم شامل وو، دوي به د ترهه ګرۍ کارروائيو لپاره بهرملکي کسان افغانستان ته منتقل کول او په ځني نورو اهمو مقاماتو د بريدونو منصوبه ئي جوړه کړې وه