د دنيا ټولو نه بلند ترين پولو ګراوند کښې شندور فيسټيول شاندار آغاز شوي

د شندور پولو فيسټيول نن آخري ورځ ده

د دنيا ټولو نه بلند ترين پولو ګراوند شندور فيسټيول شاندار آغاز شويدې ,د پولو ټورنمنټ اولني ميچ کښې دفاعي چيمپئين چترال ټيم ګلګت ټيم ته خوندورې مقابلي نه پس ماتې ورکړيدې
شندور پولو فيسټيول کوم چې خپل ځانګړي خوبې او بهترين موسم له وجې شهرت لري ،د دغه فيسټيول پرون وزير اعلي محمود خان پرانسته کړې ، په فيسټيول کښې پولو ،پيرا ګلائيدنګ ،کارريسنګ نه علاوه يو شيمر مقابلې کيدونکې دي ،د پولو ټورنمنټ اولنې ميچ کوم چې دفائي چيمپئين چترال او ګلګت ترمنځه لوبيدلې ،ميچ کښي دفاعي چيمپئين چترال ګلګت ټيم ته ماتې ورکړې ،چې ورسره چترال د ټورنمنټ آغاز کښې خپل اولنې برئې ترلاسه کړيدې ، ميچ په اختتام وزير اعلئ محمود خان ميچ کټونکي او بيلات ټيم کپتان ته ټرافي ورکړيده