د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيلي چې د دوست ملکونو په امداد اوقرضو باندې دملک معيشت تر ډيرې مودې نۀ شي چليدلې پاکستان دا وخت د موسمي بدلون په شان غټو ستونزو سره مخ دې
اسلام آبادکښې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت وفاقي وزيراحسن اقبال اووئيل چې د آئي ايم ايف نه قرضه اخستلو لپاره به سختې فيصلې کول وي تر څو چې په ملک کښې معاشي استحکام راشي۔
هغه زياته کړه چې مونږ به په هر حال کښې د ملک دننه معاشي استحکام راولو او دې لپاره به خپل پيداواري صلاحيتونه زياتول وي۔
احسن اقبال اووئيل چې د تير شوي حکومت د قرضوبوج مونږ ته ملاؤ شوې خو بيا هم کوشش کوو چې په غريبې طبقې باندې د مهنګايي بوج کم راولو۔
وفاقي وزير اووئيل چې د زرمبادله ذخائر زياتيدو لپاره ترسيلات زر او برآمدات به زياتول وي،هغه زياته کړه چې دا وخت په ملک کښې معاشي او سياسي استحکام راوستل دي ځکه چې د معاشي استحکام لپاره سياسي استحکام ډير ضروري دے