د راؤانوار ضمانتونو پر ضد نقيب الله کېس ګرېنډ جرګې احتجاجي مظاهره کړې

0
18
د راؤانوار ضمانتونو پر ضد نقيب الله کېس ګرېنډ جرګې احتجاجي مظاهره کړې

نقيب الله محسود بے ګناه وژنې کښې ککړ ملزم راؤانوار دضمانتونو او په کېس کښې لم ليټ نه کار اغستو پر ضد نقيب الله کېس ګرېنډ جرګې احتجاجي مظاهره کړې چې پکښې په لوئے شمېره کښې پختنو ګډون کړې وؤ
کراچۍ سهراب ګهوټ کښې نقيب الله کيس ګرينډ جرګې يوه احتجاجي مظاهره يو ځل بياپېل کړې وه چې پکښې نقيب الله وژنې کښې ککړ ملزم راؤانوار په ضمانت خوشې کولو او د هغه د ملګرو تر وسه ګرفتاري نه کېدولو غندنه کړې کړې شوې
احتجاجي مظاهرې ته خبرو په وخت جرګې مشرانو وئيلي چې نني احتجاج مقصد انصاف غوښتل دي هغوې ويلي چې د فوج سر لښکر بشمول حکمرانو با ور راکړې وو چې نقيب الله سره به انصاف کيږي خو لا تر وسه مونږ د انصاف نه محرومه يو نور خو نور د څلورو سوو نه سيوا د خلقو په وژنې کښې ککړ ملزم راؤ انوار ته ضمانت هم ور کړې شوې دې کوم چې د تشويش خبره ده
احتجاجي جلسې ته خبرو په وخت مشرانو يو ځل بيا ددے خبرے سرګندونه کړې ده چې که چرې دانصاف تقاضې پوره نه کړې شوې نو د محرم نه پس به با قائده توګه احتجاجو نو سلسله پېل کولې کيږي کوم چې کېدېشي د دهرنو او د بهوک هړتال شکل.هم اختيار کړي