د رائے ونډ اجتماع دويمه او اخري مرحله سرته رسيدلې ده

د رائے ونډ اجتماع دويمه او اخري مرحله سرته رسيدلې ده

د رائے ونډ اجتماع دويمه او اخري مرحله سرته رسيدلې ده چې پکښې علمائے کرامو بيانونه کړي دي ، په امت مسلمه ئې زور راوړے چې د انسان دواړو جهانو کاميابي الله تعالي په پوره پوره دين کښې ده ، اجتماع کښې په لکونو شميره کښې تبغليانو ګډون کړے وو
د رائے ونډ تبليغي اجتماع دويمه مرحله سرته ورسيده چي پکښې علمائے کرامو بيانونه کړي دي ،
په دي موقع علمائے کرامو وئيلي دي چې الله تعالي مونږ ته کومه کلمه راکړېده پکار ده چې مونږ د دغه کلمه چې چا نه ده وئيلي هغه خلقو ته ورسو ،
د خيبرپختونخوا مردان،کوهاټ او مانسهرې پشمول د ځيني نورو علاقو نه هم په زرګونو تعداد کښې کسانو ګډون کړے وو،دغه رنګ دبهالپور او ګوجرانواله پشمول د پنجاب ځيني نورو سيمو تبليغان هم اجتماع کښې شرکت کړے
دې نه علاوه د بلوچستان ځيني برخو نه هم کسان تبليغي اجتماع کښې شريک وو
د رائے ونډ تبليغي اجتماع دويمې مرحلې اختتام دعا سره شوے دے