د روان مالي کال اقتصادي سروے به د ګل په ورځ جاري کولے شي

مشير خزانه عبدالحفيظ منلې ده چې ټيکس وصولې کښې بهترې نه ده راغلې

د روان مالي کال اقتصادي سروے به د ګل په ورځ جاري کولے شي،په کوم چې به د محصولاتو او اهدافو جائزه اخستلے شي،سروے مطابق روان مالي کال دوران د اقتصادي ترقۍ پشمول هيڅ يو معاشي هدف نه دے حاصل شوے
د کال دوه زره اتلس،نورلس اقتصادي سروے ترمخه روان مالي دوران د اقتصادي ترقۍ پشمول هيڅ يومعاشي هدف نه ترلاسه شوے،د اقتصادي ترقي هدف شپږاعشاريه دوه فيصده وو ولې د دغې شرح بالکل برعکس يعنې درې اعشاريه درې فيصده وه،زرعې شعبې پيداوار درې اعشاريه اته فيصده په ځائے صفراعشاريه اته فيصده پورې محدود وو،سروے ترمخه د اهم فصلونو پيداوار درې فيصده هدف نه برعکس منفي شپږ اعشاريه پينځه فيصده وو،صنعتي ترقي اووه اعشاريه شپږ فيصده هدف نه خلاف وه کوم چې يواعشاريه څلور فيصده ريکارډ شوې،د معدنياتو هدف د درې اعشاريه شپږ په ځائے منفي يواعشاريه نهه فيصده وو،ولې مينوفيکچرنګ پيداوار د اووه اعشاريه اته په ځائے منفي صفر اعشاريه درې فيصده وو،هاؤس سروس ترقي څلور فيصده برابر او صرف جنرل ګورنمنټ سروس کښې صفر اعشاريه اووه فيصده اضافه ريکارډ شوېده