د روس صدر او د قازقستان صدر په ټيلى فون رابطه کړې

د روس صدر ولادي ميرپوټن او د قازقستان صدر قاسم جومارت ترمينځ ټيلفونک رابطه شوي چې پکښې د افغانستان په موجوده صورتحال خبرې شويدي،دواړو مشرانو د افغانستان په صورتحال د تشويش اظهار کړے او په فريقينو ئې زور راوړېدے چې د دې مسئلې دې پرامن حل راوباسي

د قازقستان خبري ادارو ترمخه صدر قاسم جومارت د روس هم منصب ولادي مير پوټن ته ټيلي فون کړے او ورسره ئې د افغانستان په صورتحال او سولي عمل په معاملو خبرې کړيدي خبرو په وخت دواړو مشرانو وئيلي دي چې افغان جنګ پوځي حل نه لري بايد چې دواړه فريقين د خبرو د لارې روانه جهګړه پائې ته اورسوي د روس صدر پوټن په دې موقع ووئيل چې افغانستان کښې حالات ورځ تر ورځه خرابيږي او د دې صورتحال نيغ په نيغه اثر په وسطي ايشيا پريوتي شي مونږ ټولو له د افغان جنګ د منفي اثراتو لپاره تيار اوسيدل پکار دي