د روژې په مياشت کې خلکو ته اسانۍ ورکولو لپاره کوششونه روان دي، فيروز شاه

نګران وزيراطلاعات خيبر پښتونخوا ميا جمال فيروز شاه وئيلي چې د نګران کابينې غړي فولادي خلک دي دوه يا څلور سيکرټريان زمونږ هيڅ نشي کولې،د روژې په مياشت کې خلکو ته اسانۍ ورکولو لپاره کوششونه روان دي،او اوړو د ويشت مرکزونه به ويلج کونسل په سطح رسولې شي

دا خبرې پيښور په انفارميشن ميډيا سيل کې يو پريس کانفرنس دوران اوکړې شوي،
نګران وزيراطلاعات وئيلي چې دولس لکهه دوه اويا خاندانونو ته اوړه ورکړې شويدي،او دا د نګران حکومت لپاره د اعزاز خبره ده،چې د نورلس ارب روپو د اوړو پيکج به په صوبه کې ورکولې کيږي،
نګران وزيراطلاعات دا الزام لګولې چې بيوروکريسي نګران حکومت سره هيڅ قسمه تعاون نه کوي،او يو يو سيکرټري په سرکاري پنځه پنځه ګاډو باندې قابض دي،د سيکرټريانو د خرابې رويه په اړه چيف سيکرټري ته خط ليکلې شوې