د رياستي جبر او تشدد باوجود هم د عمران خان په مشرۍ کې کارکنان اسلام اباد ته تلي

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي معاون خصوصي اطلاعات بيرسټر سيف وئيلي چې د رياستي جبر او تشدد باوجود هم د عمران خان په مشرۍ کې کارکنان اسلام اباد ته تلي،هغه کارکنانو ته مبارکي ورکړيده او په ډاګه کړي ئې ده چې د امپورټډ حکومت خلاف به د تحريک انصاف احتجاج جاري وي،
معاون خصوصي اطلاعات بيرسټر سيف د لانګ مارچ پحقله ويډيو پيغام جاري کړې،بيرسټر سيف په کامياب مارچ د پارټۍ کارکنانو ته مبارکي ورکړيده، بيرسټر سيف وائي چې د رياستي زور زياتي باوجود هم د عمران خان په مشرۍ کې کارکنان اسلام اباد ته رسيدلي وو،لاهور او پنجاب کې د پارټۍ په کارکنانو غير قانوني وزيراعلي په احکاماتو تشدد شويدې، هغه زياته کړي چې په هيروئن کيس کې ملوث وزيرداخله د طاقت بے دريغه استعمال کړې،ډي چوک کې موجود زنانو او ماشوماني بدترين شيلنګ شوې،بيرسټر سيف يو واري بيا په ډاګه کړيده چې د امپورټډ حکومت خلاف به د پي ټي ائي احتجاج جاري وي