د ريډيو او ټيلي ويژن ډرامو وتلي هنرمند سهيل اصغر مختصر ناروغتيا نه پس د لاهور شخصي اسپتال کښې پحق رسيدلي

د ريډيو او ټيلي ويژن ډرامو وتلي هنرمند سهيل اصغر مختصر  ناروغتيا نه پس د لاهور شخصي اسپتال کښې پحق رسيدلي  ، سهيل اصغر جنازه د لاهور بحريه ټاون  کښې ادا کړلي شوه چي وورسته  هغه ځائي اديره کښې ښاروو ته وسپارلي شو

د سهيل اصغر ميرمن ترمخه يونيم کال وړاندي د سهيل اصغر غټي کولمي اپريشن کړلي شوي اوو چي ورسته د هغه ناروغتيا ورځ په ورځ سيوا کيدله ولي هغه تير يوي ونيزے وړاندي اسپتال ته منتقل کړلي شو چرته چي هغه نن څا ورکړي

لاهور کښې زيږدلي سهيل اصغر فني سفر آغاز ريډيو پاکستان نه جوکي په توګه کړي اوو هغه ريډيو نه پس سټيج او ټيلي ويژن ډرامو کښې هم د فن مظاهره کړي وه

اداکار سهيل اصغر شميره د پاکستان کامياب او بهترين اداکارانو کښې کيږي ، سهيل اصغر مشهور ډرامو کښې لاګ ، خدا کي بستي ، کاجل ګهر ، دکهه سکهه ، حويلي ، ريزه ريزه ، پياس او چاند ګرهن شامل دي

اداکار سهيل اصغر جنازه د لاهور بحريه ټاون کښې ادا کړلي شوه چي پکښي سټيج او ټيلي ويژن هنرمندانو نه علاوه د ښار سياسي و سماجي شخصياتو په لوئي شميره کښي ګډون وکړو

سهيل اصغر   په  مرګ  شوبز  شخصياتو د افسوس او خفګان څرګندونه کړي او د سهيل اصغر د لوړو درجو لپاره ئي دعاګاني کړي، وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار  هم د سهيل اصغر  دخدماتو ستائينه کړي او د هغه  مرګ ئي يو لوئي قامي نقصان بللي