د سترګو بيماري آشوب چشم انجيکشنز تحقيقاتو لپاره کميټي جوړ کړې شوې

د سترګو بيماري آشوب چشم انجيکشنز تحقيقاتو لپاره کميټي جوړ کړې شوې

د سترګو بيماري آشوب چشم انجيکشنز لګولو په اړه د شکايتونو معامله ، د صحت نګران وفاقي وزير نديم جان وائي چي د سترګو انجيکشن شکايات د پنجاب مختلفو ښارونو نه راغلي ، په دي لړ کښي د حقيقت معلومولو لپاره کميټي جوړه کړے شوي ، کميټي به په دريو ورځو کښي خپل رپورټ پيش کوي ،د صحت وزير زياته کړي د مارکيټ نه انجيکشنز اوچت کړے شوي، دوه سپلائرز خلاف کاروائي هم شوي

اسلام آباد کښي خبري کانفرنس ته د خطاب په وخت د صحت نګران وفاقي وزير نديم جان ووئيلي چي د سترګو بيماري آشوب چشم انجيکشنز لګولو پس شکايات د ملتان، قصور او فيصل آباد نه تر لاسه شوي ، متاثره مريضانو شميره دڅوارلسو نه شل پوري ده ،مختلف زوايو نه تحقيقات روان دي ، د مريضانو نقصاناتو ازاله به کولے شي۔
د صحت نګران وزير زياته کړي چي د حقيقت معلومولو لپاره کميټي جوړه کړے شو ، مارکيټ نه انجيکشنز اوچت کړے شوي ، دوه سپلائرز خلاف کاروائي هم شوي ۔