د سره زرو په نرخ کښې د تولې په سر اوويشت سوه روپۍ اضافه شوې

0
266

د ډالر قيمت سيوا کيدو اثرات د سره زرو په نرخ هم پريوتې ، د سره زرو په نرخ کښې د تولې په سر اوويشت سوه روپۍ اضافه شوې او د يوې تولې سره زرو قيمت د ملکي تاريخ بلند ترين سطحې پينځه اوويا زره نهه سوه روپۍ ته رسيدلې دې
د تيرې څه مودې راهسي ډالر قيمت کښې مسلسل اضافه روانه ده چي اثرات ئي د امرروز ژوند د استعمال څيزونو سره سره په د آرائش او آسائش څيزونو په قيمتونو هم پريوځي
د ډالر سيوا کيدو ورستو د سره زرو قيمت هم په بره روان دې او په يوه ورځ کښې د سره زرو يو تولې قيمت کښې د دوه زره اوه سوه روپو اضافه شويده،
په يوه ورځ کښې في توله اوويشت سوه روپۍ ګرانيدو سره په ملکي تاريخ کښې سره زرو قيمت بلند ترين سطحي پينځه اوويا زره نهه سوه روپۍ ته رسيدلې ، دغه رنګه د لس ګرام سونے قيمت دوه زره درې سوه پينځلس روپۍ زياتوالي سره پينځه شپيته زره دوه اوويا روپۍ شويدے