د سري لنکا خلاف هم دې لوبغاړو باندې اعتماد په حق کښې يم، مصباح الحق

د سري لنکا خلاف هم دې لوبغاړو باندې اعتماد په حق کښې يم، مصباح الحق

ټيم کښې تبديلي به زياتې وي ، د سري لنکا خلاف هم دې لوبغاړو باندې اعتماد په حق کښې يم ، د هيډ کوچ و چيف سليکټر مصباح الحق بيان ، وائي چې آسټريليا کښې کنډيشنز مشکل او مختلف وي ، اميد دے چې دغه لوبغاړي به د سري لنکاخلاف بهترين کارکردګي پيش کړي ،بلخوا وقار يونس هم يو خپل بيان کښې د باؤلرانو دفاع کړي او وئيلي دي چې يو سيريز يا ميچ باندي کهلاړي د ټيم نه ويستل زياتې دے او دې لوبغاړو ته شپږ مياشتو نه يو کال پورې ټائم ورکول پکار دي
د قامي ټيم کارکردګۍ متعلق يو خپل بيان کښې هيد کوچ وچيف سليکټر مصباح الحق وئيلي دي چې آسټريليا دوره هميشه مشکل وي او هلته کښې سپنرز لپاره پرفارمنس ورکول آسان نه وي
مصباح الحق مخکښې وئيلي دي چې آسټريليا ټيم د خپل کنډيشنز نه فائده اخستي ولې پاکستاني کهلاړيانو ته د ډيوډ وارنر په رنګ لوئي اننګز کول پکار وو
مصباح الحق د ياسر شاه د پرفارمنس ستائنه هم کړي او وئيلي دي چې د پاکستان په کاميابۍ کښې ياسر سره هميشه اهم کردار ادا کړې او اميد ئې څرګند کړې چې دوره سري لنکا خلاف به هم ياسر شاه د خپل باؤلنګ په وجه سري لنکن ټيم د مشکلاتو سره مخ کوي
بلخوا د قامي ټيم باؤلنګ کوچ وقار يونس هم د باؤلرانو دفاع کړي او وئيلي دي چې يو ميچ يا سيريز باندې کهلاړي د ټيم نه ډراپ کول زياتې دے ، دې لوبغاړو ښه پرفارمنس ورکولو لپاره کم از کم شپږ مياشتې ټائم ورکول پکار دي