د سري لنکا دورې لپاره به سرفراز احمد کپتان او بابراعظم نائب کپتان وي

د سري لنکا دورې لپاره به سرفراز احمد کپتان او بابراعظم نائب کپتان وي

پاکستان کرکټ بورډ د سري لنکا دورې لپاره وکټ کيپر بيټسمين سرفراز احمد کپتان برقرار ساتلې دے ، چيئرمين پي سي بي احسان ماني وائي چې د سري لنکا دورې کښې به بابراعظم د ټيم نائب کپتان وي
د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين احسان ماني او چيف سليکټر وهيډکوچ مصباح الحق لاهور کښې پريس کانفرنس کړے چې پکښې احسان ماني د سري لنکا خلاف سيريز لپاره سرفراز احمد کپتان برقرار ساتلو فيصله کړې ولې بابراعظم به د ټيم نائب کپتان وي
په دې موقع د احسان ماني وينا وه چې سري لنکا کرکټ بورډ د دورې پحقله پي سي بي سره څه منفي خبره نه ده کړي او هغوي به ضرور د پاکستان دوره کوي
احسان ماني اووئيل چې د پي سي بي فيصله واضحه ده ، د سري لنکا خلاف به ميچونه پاکستان کښې وي ، په دې وخت کښې مونږ د بل وينيو انتخاب نشو کولې
پريس کانفرنس کښې هيډ کوچ و چيف سليکټر مصباح الحق اووئيل چې که د کپتان خپله کارکردګي بهتر وي نو ټيم پرفارمنس به هم ښۀ وي ، ميچ کښې بيلات باندې صرف کپتان ذمه وار نه وي بلکې پورا ټيم د بيلات ذمه وار وي
مصباح الحق بابراعظم ته نائب کپتانۍ باندې اومبارکي هم ورکړه او وې وئيل چې بابراعظم د دنيا بهترين پليئرز کښې شامل دے ،اميد دے چې بابراعظم به هم خپله کارکردګي په ښه انداز کښې وړاندې کړي