د سعودي تنصيباتو باندي حملے ورستو پاکستان کښې هم د پيټرول او ډيزل ګرانيدو امکان دے

اوګرا د پيټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې د کمي سفارش کړيدے

د سعودي تنصيباتو باندي حملے ورستو عالمي منډۍ کښې د خام تيل قيمت کښې ديارلس فيصده اضافه شويده، چي ورسره د يو بيرل قيمت اته شپيته ډالر ته رسيدلې دے، انټرنيشنل مارکيټ کښې د اضافي ورستو امريکي خام تيل يوولس فيصده ګران کړيدي، ماهرين وائي چي پاکستان کښې هم پيټرول او ډيزل في ليټر کم نه کم لس روپۍ ګرانيدو امکان دے ،
سعودي عرب تنصيباتو باندي د حملے ورستو عالمي مارکيټ کښې د تيلو قيمت کښې اضافه شويده،
بهرملکي ميډيا رپورټس مطابق انټرنشنل مارکيټ کښې ټريډنګ دوران خام تيل قيمت کښې ديارلس فيصده اضافه ليدلې شوي چي ورسره د يو بيرل قيمت اته شپيته ته رسيدلې دے
ميډيا رپورټس ترمخه انټرنيشنل مارکيټ کښې د اضافي ورستو يورپي آئل مارکيټونو کښې خام تيل دولس فيصد ګران شوي ولي امريکي خام تيل قيمت کښې يوولس فيصده اضافه کړي ده چي ورسره في بيرل قيمت يو شپته ډالر ته رسيدلې دے
ماهرين وائي چي پاکستان کښې هم پيټرول او ډيزل د ليټر په سر لس روپۍ ګرانيدو امکان دے