د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان به د شپاړسم نه تر اوولسم فروري د پاکستان دوره کوي

0
95

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان به د شپاړسم نه تر اوولسم فروري د پاکستان دوره کوي، دوره کښي د شل اربه ډالرو معاهده او لاس ليک امکان دي، يوؤلس کسانو باندي مشتمل وفد به د شهزاده سره په دوره راځي د کوم لپاره چي د اسلام اباد ټولي غټي هوټلي مخکښي نه بک شويدي
د سفارتي ذرائعو ترمخه د سعودي عرب شهزاده او ولي عهد محمد بن سلمان به د فروري شپاړسمه نه تر اوولسم د پاکستان دوره کوي چي لپاره ئي ټول انتظاماتو ته ختمي شکل ورکول کيږي
سفارتي ذرائعو ترمخه خواو او شاه شل ارب ډالره سرمايه کاري به ملک ته راځي او دا دوره د دواړو ملکونو په تعلقاتو کښي يو نوي باب ګنړلي کيږي
ذرائع زياتوي چي سعودي ولي عهد به وزيراعظم هاؤس کښي قيام کوي او وزيراعظم هاوس ته به د صدارتي محل درجه ورکولي شي
سفارتي ذرائع وائي چي ولي عهد سره وفد کښي يوؤلس سوه تنان په راځي چي پکښي شل پوري صحافيان هم شامل دي
د وفد د قيام لپاره د اسلام اباد ټولي غټي هوټلي مخکښي نه بک شويدي