د سعودي عرب په ابها هوائي اډه خوثي باغيانو ميزائيل حمله کړي

0
4
د سعودي عرب په ابها هوائي اډه خوثي باغيانو ميزائيل حمله کړي

د سعودي عرب په ابها هوائي اډه خوثي باغيانو ميزائيل حمله کښې د شام سره تعلق لرونکې يو تن په حق رسيدلي او يويشت ژوبل شويدي،ژوبل کسانو کښې د بنګله ديش،بهارت اومصر وګړي هم شامل دي
ګلف نيوز رپورټ ترمخه د سعودي عرب ابها ائير پورټ باندې د شپې ناوخته خوثي باغيانو ميزائيل داغلي دے
خبري ادارې د اتحادي پوځ د اهلکار کرنل ترکي ال مالکي په حواله وئيلي دي چې حمله کښې يو تن په حق رسيدلي چې تعلق ئې د شام سره دے
دغه رنګ دې حمله کښې يويشت کسان ژوبل شوي هم دي
ژوبل کسانو کښې د سعودي عرب ديارلس،د بهارت څلور،د بنګله ديش دوه او د مصر هم دوه کسان شامل دي
ياده دي وي چې څو ورځې مخکښې هم په دې ائيرپورټ خوثي باغيانو حمله کړي وه چې پکښې شپږويشت کسان ژوبل شوي وو#