د سقوط ډهاکه نن اووه څلويښتمه برسي ده

0
320
د سقوط ډهاکه نن اووه څلويښتمه برسي ده

د پاکستان يو بل غټ غم د متحده پاکستان دوه ټوټے کيدل وو ، د نن نه اووه څلويښت کاله مخکښې د بابائے قوم او د برصغير د مسلمانانو د قربانيانو ثمر متحده پاکستان دوه ټوټے شوے وو ، په نولس سوه يو اوويا کښې مشرقي پاکستان د بنګله ديش په نامه جدا ملک جوړ شو ، د ځينې خلقو د غلطيانو او کوتاهيانو له وجې زمونږ بنګالي ورونړه زمونږ نه بيل شو، د سقوط ډهاکه نن اووه څلويښتمه برسي ده
په شپاړسم دسمبر هغه وخت هر محب وطن شهري په غم او فسوس کښې اخته شو کله چې خبر راغلو چې د ډهاکه په پلټن ميدان کښې د پاکستاني فوج جنرل امير عبدالله خان نيازي د بهارتي ايسټرن کمانډ مشر جنرل جګجت سنګ اروړه مخې ته وسله اوغورزوله ، متحده پاکستان مات شو او مشرقي پاکستان د بنګله ديش په نامه آزاد ملک جوړ شو
د دغې افسوسناک سانحې نن اووه څلويښتمه برسي ده
د مشرقي پاکستان په جدائي کښې د هغه وخت د حکمرانانو غلط فيصلو ته کليدي حيثيت حاصل دے چا چې د خپل اقتدار لپاره داسې فيصلې کړي وې د کوم په وجه چې د پاکستاني مشرقي برخه جدا شوه او بهارتي وزيراعظمې اندرا ګاندهي ووئيل ، نن نظريه پاکستان په خليج بنګال کښې غرقه شوه