د سندرغاړې مه جبین قزلباش علاج د پېښور په لیډي ریډنګ هسپتال کښې روان دی

د سندرغاړې مه جبین قزلباش علاج د پېښور په لیډي ریډنګ هسپتال کښې روان دی

د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې مه جبین قزلباش علاج د پېښور په لیډي ریډنګ هسپتال کښې روان دی، وزير اطلاعات شوکت يوسفزي، کرکټر شاهین شاه افريدي او نورو ګنړو هنرمندانو او سیاسي شخصیتونو د مه جبین قزلباش عیادت کړې.
مه جبین قزلباش دا مهال د ایل آر اېچ په آئی سی یو وارډ کې داخله ده.
ډاکټرانو د نوموړي هنرمندې حالت د‌ تشویش وړ بللې
وزير اطلاعات شوکت يوسفزي، ترجمان صوبائي حکومت اجمل وزير، ستر شاعر اباسین یوسفزی، کرکټر شاهین شاه افريدي او نورو هنرمندانو د مه جبین قزلباش عیادت کړې
شوکت يوسفزي د لیډي ریډنګ هسپتال عملې ته د مه جبین قزلباش غوره علاج هدایات جاري کړي، وایي چې د نوموړې د پاکستان اثاثه ده په علاج معالجې کې به يې هيڅ کوتاهی نشي کولې