د سنيټ پارليماني کال دوه زره اتلسم نورلسم پورا کيدو باندې رپورټ پيش کړې شويدے

0
13
سينټ اجلاس کښي د مشاهدالله او فيصل جاويد تر مينځه تاؤ تريخوالے پيدا شوے

د سنيټ پارليماني کال دوه زره اتلسم نورلسم پورا کيدو باندې رپورټ پيش کړې شويدے چې پکښې سينيټ پارليماني کال کښې ديارلس اجلاسونه ترسره شويدي ، اجلاسونو کښې شل حکومتي او شپږ نجي بلونه منظور شويدي
د سينيټ پارليماني کال دوه زره اتلسم نورلسم پورا کيدو باندې پارليمنټ کښې يو دستوره تر سره شوي چې پکښې د چيئرمين سينټ پشمول پارليماني غړو ګډون کړې وو
د کال دوه زره اتلسم نورلسم رپورټ سينيټر شبلي فراز پيش کړو ، د رپورټ مطابق د سنيټ پارليماني کال دوران ټوټل ديارلس اجلاسونه تر سره شويدي چې پکښې شل حکومتي او شپږ نجي بلونه منظور کړې شويدي
د پورټ مطابق سينيټ غونډه کښې يوه ورځ هم سل فيصده حاضري نه ده يقيني کړې شوي ، د سينيټ پارليما ني کال کښې څلور شپيته فيصده حاضري ريکارډ شويده چې پکښې د ټولو نه زياته حاضري مارچ دوه زره اتلسم کښې ريکارډ شويده
رپورټ کښې مخکښې وئيلې شوي چې سينيټ غونډه کښې ټولو نه کمه حاضري په شلم جولائۍ وه چې ټوټل د غړو تعداد پنځه ويشت وو