د سنيټ چيئرمين لرې کول د پيپلزپارټۍ نه د ټولو اپوزيشن فيصله ده

احتساب عدالت آصف زرداري په جوډيشل ريمانډ اډياله جيل ته ليږلي

سابقه صدر آصف علي زرداري نه نيب عدالت ته د پيشۍ په موقع صحافي سوال کړے چې عمران خان د امريکې نه واپسۍ باندې د سهولتونو واپس اخيستو خبره کړې ، آصف زرداري جواب ورکړے چې څه سهولتونه ، مونږ مخکښې هم بيرکونو کښې وخت تير کړے او بيا هم تيار دے ، د سنيټ چيئرمين پحقله د صدر زرداري وينا وه چې د هغه لرې کول د پيپلزپارټۍ نه د ټولو اپوزيشن فيصله ده
سابقه صدر آصف علي زرداري نه د پيشۍ دوران صحافيانو تپوسونه کړي چې د عمران خان د امريکې نه واپس شي نو تاسو ته درکړے شوي سهولتونه به هم واپس واخلي ، زرداري جواب ورکړو چې څه سهولتونه ، ما ته خو هيڅ سهولت نه دے راکړے ، صحافي ووئيل چې ټي وي او اے سي سهولت خبره کوم ، صدر زرداري ووئيل چې ټي وي نيشته خو ولې ما وړاندې هم بيرکونو کښې وخت تير کړے او اوس هم تيار يم
د عدالت نه واپسۍ په وخت يو ځل بيا هغه ميډيا سره مختصر خبرې اوکړې ، صحافيانو پوښتنه اوکړه چې اول مو د سينټ چيئرمين جوړ کړو او اوس ئې لرې کوۍ ، صدر زرداري ووئيل چې نه اول مونږ جوړ کړے او نه اوس ئې مونږ لرې کوو ، د چيرمين سينت لرې کولو فيصله د متحده اپوزيشن ده ، د پيپلزپارټۍ يواځې فيصله نه ده