يو خوا وزيراعظم اے پي سي کښې شرکت بلنه ورکوي، بلخوا د سياسي انتقام سلسله روانه ده،قريشي

د سياسي انتقام سلسله روانه ده،قريشي

د تحريک انصاف وائس چئيرمين شاه محمود قريشي وئيلي چي يو خوا وزيراعظم اپوزيشن ته اے پي سي کښې شرکت بلنه ورکوي او بلخوا د سياسي انتقام سلسله روانه ده،خېبرپختونخوا کښې ماتم خور دې او وزيراعظم شهبازشريف وائي چې صوبائي حکومت دې د څلور سوه اوولس ارب روپے حساب ورکړې

لاهور کښي خبري غونډې ته وينا پرمحال شاه محمود قريشي اوئيل چي وزيراعطم د موجوده حالاتو زمه وار پي ټي آئي حکومت ګرځولې،د وزيراعظم بيان د حقائق برعکس دے ولي ټول قام تير شل کلنو راهسي د ترهه ګرۍ مقابله کوي، شاه محمود قريشي اوئيل چي وزيراعظم خير پختونخوا حکومت ته ورکړې شوې د څلور سوه اوولس اربه روپو حساب غواړي ولي پخپله پنجاب پوليس لپاره جاري کړي فنډ حساب ته تيار نه دے ، هغه اوئيل چي حکومت په ترجيحاتو کښې معيشت او د ترهه ګرۍ مخنيوي شامله نه ده، شاه محمود قريشي مطابق د پي ټي آئي حکومت سازش په زريعه ختم کړي شوي ، او په اوولس امپورټډ حکومت مسلط شويدې، صاف شفاف ټاکنې د اليکشن کميشن کار دے او حکومت اليکشن کميشنر ته د خپلې مرضۍ نتائجو لپاره ټاسک ورکړيدې