د سيزفائرخلاف ورزۍ باندې پاکستان بهارتي سفارتکار ته احتجاج ريکارډ کړے

د سيزفائرخلاف ورزۍ باندې پاکستان بهارتي سفارتکار ته احتجاج ريکارډ کړے

په ايل اوسي د بهارتي فورسز لخوا د بلااشتعال فائرنګ معامله، سينئربهارتي سفارتکار دفترخارجه ته طلب کړے شوے، د سيزفائرخلاف ورزۍ باندې پاکستان بهارتي سفارتکار ته احتجاج ريکارډ کړے، ترجمان عائشه فاروقي وئيلي دي چې بهارتي فورسز هميشه د جنګ بندۍ معاهدې خلاف ورزي کوي او په قصدا د آبادۍ علاقې په نښه کوي
بهارتي فورسز لخوا ايل اوسي باندې د فائرنګ واقعې وروستو دفترخارجه سينئربهارتي سفارتکار طلب کړے او د فائرنګ په معامله ئې ورته احتجاج ريکارډ کړيدے، ترجمان دفترخارجه وئيلي چې بهارتي فورسز د ايل او سي معاهدې خلاف ورزي کړې او قصداً ئې آبادي په نښه کړېده، ترجمان عائشه فاروقي بهارتي سفارتکار ته واضحه کړې چې بهارت د جنګ بندۍ معاهدې احترام وکړي، ايل او سي باندې د فائرنګ په وجه پينځه کسان ژوبل شويدي، بهارت دې د دغه ډزو ذمه وارانو ته د قانون مطابق سزا ورکړي، ترجمانې زياته کړېده چې روان کال دوران پينځلس سوه پينځه نوي ځله د سيزفائر خلاف ورزيانې شوي په کومو کښې چې څوارلس کسان مړه او د سلو نه سېوا ژوبل شويدي