د سپريم کورټ چيف جسټس انورظهيرجمالى د روانې مياشتې په ديرشمه نيټه ريټائرکيدونکې دے

د سپريم کورټ چيف جسټس انورظهيرجمالى د روانې مياشتې په ديرشمه نيټه ريټائرکيدونکې دے او د هغه په درناوى کښې به فل کورټ ريفرنس په پنځلسم دسمبر کيږى
د خپل ملازمت موده پورا کيدو له وجې جسټس انورظهيرجمالى د روانې مياشتې په ديرشمه نيټه ريټائرډ کيدونکې دے
سپريم کورټ کښې د يخنې چهټيانو له وجے د جسټس انور ظهير جمالى په درناوے کښې کيدونکې الوداعى دستورې پنځلس ورځو لپاره رامخکښې کړى شوى دى
خبرى ادارې وائى چې سپريم کورټ بار به په څوارلسم دسمبر چيف جسټس له الوداعى روټۍ ورکوى
دغه رنګ د چيف جسټس انورظهيرجمالى په درناوى کښې فل کورټ ريفرنس به د روانې مياشتې په پنځلسمه نيټه او د سپريم کورټ د رجسټرار لخوا الوداعى عشائيه په پنځلسم يا شپاړسم دسمبرکيږى
د چيف جسټس انورظهيرجمالى ريټائرډکيدو وروستو به د سنيارټى په لحاظ جسټس مياثاقب نثارد سپريم کورټ نوې چيف جسټس وى او هغه به په دې څوکۍ دوه کاله پورې تعينات وى