د سیمې هیوادونو، روسى، چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره دډاکټر عبدالله عبدالله او حامد کرزی لیدنه

د سیمې هیوادونو، روسى، چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره دډاکټر عبدالله عبدالله او حامد کرزی لیدنه
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف، د چین له ځانګړي استازي یو شیایو یونک او د پاکستان له ځانکړي استازي صادق خان سره په گډه ولیدل او خبرې یې وکړې. په دې لیدنه کې چې په کابل کې د روسیې او پاکستان سفیرانو هم حضور درلود د یادو هېوادونو استازو په افغانستان کې د منلو وړ یوهمه شموله حکومت په جوړولو بحث او تاکید وشو. یادو خاصو استازو همدارنګه په افغانستان کې له سولې او ثبات، معتدل سیاست، د ښځو له حقونو ملاتړ او ټولو افغانانو لپاره د زده کړو د زمینې په برابرولو او د افغانستان لپاره د سیمه ایزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ. پخواني ولسمشر او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس د دغو هېوادونو له همکاریو څخه مننه وکړه