د شمالي اوجنوبي وزيرستان مکین په ګډه پوله د محسود او وزیر قامونوله خواقائمې مورچې مسمار کړې شوي

blank

د شمالي وزیرستان رزمک او جنوبي وزيرستان مکین په ګډه پوله د محسود او وزیر قامونو له خوا قائمې مورچې مسمار کړې شوي دي.
ډپټی کمشنر شاهد علي خان خیبر نیوز ته ویلي چې د شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعي انتظامې چارواکو او قامي مشرانو خصوصي جرګې کوششونو په نتیجه کې د‌ زمکې په شخړه وزیر او محسود قامونو روغی جوړی ته غاړه ایښې ده، هغه زیاته کړې چې دواړؤ خواؤ د جګړې نه کولو او مسله د جرګی د لاری په هوارولو اتفاق کړې چې د هغې روسته د شمالي او جنوبي وزيرستان انتظاميه د دواړو قامونو مورچې ړنګې کړي دي.، د‌مورچې ړنګولو په عمل کې د شمالي وزیرستان له اړخه ایډیشنل ډپټی کمشنر دولت خان، اسسټنټ کمشنر رزمک حمزه ظهور او تحصیلدار حکیم خان موجود وو او دغه رنګه د جنوبي وزيرستان لخوا اسسټنټ کمشنر لدها او تحصیلدار مکین د مورچو ړنګولو په مهال موجود وو. ، د شمالي او جنوبي وزيرستان اولسونو د شخړې حل لپاره د دواړو طرفونو ضلعي انتظامیه او مشرانو کردار ستائنه کړې ده او اميد یې څرګند کړی چې د دې لانجې به هرومرو پرامنه حل راویستل کیږي